Asset 1SWN

خوست کې سږکال د هندواڼو حاصلاتو کې د ۱۰سلنې ډېروالي اټکل شوی

هندواڼه

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي، په دغه ولايت کې د هندواڼو کرکېله کال په کال زیاتېږي چې سږکال یې په حاصلات کې لس سلنه لوړوالی راغلی دی.

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د ترويج مدير ولي نور خاموش سلام‌وطندار ته وویل، په مرکز او ولسواليو کې پر شاوخوا ۱۳۰ هتکاره کرنيزه ځمکه هندواڼې کرل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولي نور خاموش په وینا، تېرکال د يوه هکتار کرنيزې ځمکې څخه څه د پاڅه پنځه ټُنه هندواڼې ټولې شوې وې، خو سږکال ښايي دا شمېر ۷ ټنو ته ورسيږي چې د تېر په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي وویل: «اميد دی چې د هندواڼو ترويج او په دې برخه کې يې کرل راتلونکو کلونو ته زياتوالی ومومي. دا چې نوې په دغه ولايت کې نوې ترويج شوې دي، موږ کوشش کوو چې دهقانانو ته اصلاح شوي تخمونه او لازمې مسلکي لارښوونې په وخت سره ترسره کړو.»

بل لورته بزګران وايي، که اړونده ادارې ورسره همکاري وکړي، نه‌یوازې خوست، نورو ولایتونو ته به هم هندواڼې ولېږدوي.

د تڼيو ولسوالي يوه کروندګر کریم خان سلام‌وطندار ته وايي، سږکال يې د هندواڼو حاصلات دوه برابره زيات شوي، خو په وینا یې، له اړونده مسوولانو خپلو حاصلاتو ته د بازارموندنې غوښتنه کوي. «موږ له دولت څخه دا غوښتنه ده چې موږ ده سره ورسوي، موږ  ته شمسي راکړي، له موږ سره د شنوخونو کمک وکړي.»

د خوست يو بل کروندګر عبدالغفار هم وايي چې سږکال يې د هندواڼو حاصلات د تېرکال په پرتله ښه دي. «د هندواڼو حاصلات بيخي ښه دي. تقريبا يو جريب ځمکې مخکې لس ټُنه هندواڼه کوله، خو سږکال تر دېرشو ټنو رسيږي، خو بدبختانه چې زموږ منطقه باندې توپانونه او ږلۍ ډېر راځي، دا دوه درې کاله له موږ څخه فصلونه رانه خراب کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بزګران وايي، که حکومت له دوی سره د کیمیاوي سرې او د اصلاح شوو تخمونو په برخه کې همکاري وکړي، حاصلات به یې نور هم ښه او ډېر شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام