د خوست شمل خرم فرعي سينديزې حوزې رياست مسوولان وايي، په مرکز او څلورو ولسواليو کې د اته کارېزونو د بيارغونې او پاکولو چارې پيل شوې.
د یادې سينديزې حوزې رییس عبدالقيوم ثابت وايي، د یادو کاريزونو د بيارغونې او پاکولو پروژې لګښت د يونسکو له لوري ورکول کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وويل په دغه پروژه ټول ۷۴ زره امريکايي ډالر لګښت کېږي چې چارې به يې، راتلونکو پنځو مياشتو کې بشپړې شي.
د ثابت په وينا، دغه اته کارېزونه چې ۱۴زره متره اوږدوالی لري په بیارغونه سر به یې، سلګونه جريبه ځمکه خړوبې شي او په وینا یې، د اوبو ضایعکېدو مخه به هم ونيول شي.
د خوست يوشمېر اوسېدونکي هم خوښ دي چې په سيمو کې يې، شته کاريزونه ورته بيا بیارغول کېږي. دوی سلاموطندار ته وويل چې له ډېر پخوا راهیسې له کاریزونو خپلې ځمکې خړوبوي.
د دغه ولایت اوسېدونکي همداراز له مسوولانو غوښتنه کوي چې د پروژو کارونو کيفيت ته دې پام وکړي.
د وروستيو کلونو د سېلابونو له امله د خوست ترڅنګ پکتيا، پکتيکا او ځینو نورو ولايتونو کې هم د اوبو کاريزونه زيانمن او ځینې هم لهمنځه تللي دي.