Asset 1SWN

هرات کې سږکال د انګورو حاصلاتو د ۳۵سلنې ډېروالي اټکل شوی

2a50ff69-21ed-4b06-a10c-a92cb460d2b9

هرات کې چارواکي وايي چې د تېرکال په پرتله سږکال دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د ۳۵ سلنې زیاتوالي اټکل شوی دی.

د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر محمدنسیم سحر وايي چې سږکال د اټکل له مخې، دغه ولایت کې به څه باندې ۲۰۰زره مټریک ټُنه انګور راټول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د کرنیزوچارو امر ټينګار کوي چې له بڼوال د ملاتړ په موخه به هرات کې معیاري سړې‌خونې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات د محلي چارواکو په خبره، د دغه ولایت پر څه باندې ۱۴زره هکټاره ځمکه د انګورو تاکونه شتون لري چې هر کال ترې بېلابېل ډوله انګور ترلاسه کېږي.

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د انګورو د حاصلات د ډېروالي خبر ورکړل شوی، خو کروندګرو بیا شکایت کاوه چې د انګورو لپاره مناسب بازار نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام