د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله دغه ولایت کې د «شفتالو» په کرکېله او حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.
د دوی په وینا، تېر ۱۴۰۲کال د هلمند پر ۲۷۶ هکتاره ځمکه شفتالو کرل شوي وي چي ۳۳۶۷۲ ټُنه حاصل ترې ټول شوې وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د غلجاتو مدیر احمدشاه وايي، سږکال پر ۲۹۰ هکتاره ځمکه شفتالو کرل شوي چې د اټکل له مخې به شاوخوا ۳۴۸۰ ټُنه حاصلات ورکړي.
هغه وویل: « تېر ۱۴۰۲ کال هلمند کې پر ۲۷۶ هکتاره ځمکه شفتالو کرل شوي و چې ۳۳۶۷،۲ ټنه حاصل ورڅخه ترلاسه شوی وو. سږکال۲۹۰هکتاره ځمکه شفتالو کرل شوي چې تخمیني به شاوخوا ۳۴۸۰ ټُنه حاصلات ترلاسه شي.»
پر ورته مهال هغه بڼوال چې خپلو ځمکو کې یې شفتالو کرلي، له سږنیو حاصلاتو څخه خوښ دي، خو دوی د کرنې درملو ترڅنګ بېلابېلو نورو کرنیزو برخو کي هم د مرستو او همکاریو غوښتنه کوي.
د دغه بڼوالو په وینا، که یې حاصلاتو ته په کور دننه او بهر بازار پیدا شي، له خپلي بڼوالۍ څخه کلنۍ ګټهوټه به یې دوه برابره شي.
د هلمند اوسېدونکي لا لا سلاموطندار ته وویل: «سږکال باغونه ډېر ښه دي، حاصلات يې کړې دي. سږکال يې تر تېرکال ښه بار کړی دي. سږکال به خامخا یو شل خرواره ته ځان ورسوي، موږ من له درې سوه څخه تر دونیم سوه افغانیو خرڅوو.»
د یاد ولایت یوه بل بڼوال شیخ هم وویل: «سږکال يې ښه سم بار کړی دی او په ډېر ښه قیمت باندې خرڅېږي، ډېر ښه بار يې کړی دی. سږکال يې دانه هم غټه کړې، زموږ له دولت څخه دا هیله ده چې موږ ته کیمیاوي کود او نورو کرنیز توکي راکړي.»
هلمند کې داسې مهال د شفتالو حاصلات او بڼوالي زیاته شوې چې لاهم دغه ولایت کي ګڼشمېر کروندګر او بڼوال د خپلو کلنیو او موسمي حاصلاتو لپاره په کور دننه او بهر د بازار غوښتنه کوي.