Asset 1SWN

سلام وطندار

لوړ ولور او ناسم دودنه؛ «خُسرګنۍ مې ۳۰۰زره افغانۍ ولور اېښی»

ازدواج-qn84tqk30g7766hhv1bk5xj8hqw1fji2uiop8kc0w8

غزني کې یوشمېر ځوانان وايي چې د کورنیو ناسمو دودونو او لوړ ولور له امله کلونه کوژدن پاتې کېږي او نه‌شي کولای چې واده وکړي.

د غزني اوسېدونکی عزیز‌الله چې یو کال وړاندې یې، کوژدنه کړې، وايي، د اقتصادي ستونزو او لوړ ولور له کبله تراوسه نه‌دی بریالی شوی چې واده وکړي. «له پور پرته د واده کول ستونزمن دي؛ خسرګنۍ مې ۳۰۰زره افغانۍ ولور اېښی او تراوسه مې پیسې ورته نه‌‌دي برابرې کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عزیز‌الله زیاتوي چې دودونو ته د کورنیو پابندي لامل شوې چې د واده لګښتونو برابرولو لپاره نورو هېوادونو او ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړي. د غزني اوسېدونکې ستایش سلام‌وطندار ته وايي، دوه کاله وړاندې کوژدن شوې او د کورنۍ له لوري د لوړ ولور له امله یې، واده پاتې دی. «کورنیو غوښتل ولور لږ وټاکي؛ خو زه اندېښمنه وم چې خسرګنۍ به ارزښت نه‌راکوي او د همدې لپاره مې له کورنۍ وغوښتل چې ولور لوړ کړي.»

غزني کې یوشمېر کارپوهان وايي چې لوړ ولور د تنګسیې کچې لوړېدو، ناسمو دودونو پراختیا، د ځوانانو ترمنځ په لوړ عمر کې د واده او د مېرمنې او خاوند پر اړیکو منفي اغېز لري.

ټولن‌پوه عنایت‌الله عرفان وايي: «لوړ عمر کې واده، د کورنیو ترمنځ تاوتریخوالی او طلاق، د واده د لوړو لګښتونو منفي اغېزې دي او کورنۍ باید د خپلو اولادونو خوښ‌بختۍ لپاره ولور کم کړي او ناسمو دودونو څخه دې لاس واخلي.»

دیني عالم بشیراصف وايي: «د افغناستان خخلک د فقر او اقتصادي ستونزو سربېره، اړ کېږي چې پور واخلي او کډوالي وکړي، څو لګښتونه برابر کړي؛ داسې حال کې چې اسلام کې دا یو دود هم ځای نه‌لري او نشته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غزني کې ځوانان داسې مهال له لوړ ولور شکایت لري چې د وروستیو کلونو پرمهال هېواد کې د وزګارتیا کچې لوړېدو، د وادونو لوړ لګښت او لوړ ولور له امله یوشمېر بنسټونو وادونو کې د ناسمو دودونو له‌منځه وړو لپاره د ډله‌ییز واده مراسم جوړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام