Asset 1SWN

انګلستان کې د نقاشۍ یوه تابلو په ۲۰.۶ میلیونه یورو وپلورل شوه

1920x1080_cmsv2_bec08341-07cb-50ed-9f8a-26561df8d1fe-8548522

د انګلستان په پلازمېنه لندن کې د «مصر ته تېښتې» په نوم د نقاشۍ تابلو چې د رنسانس دورې مشهوره نقاشي بلل کېږي، د ۲.۶ میلیونه یورو په ارزښت وپلورل شوه.

دغه نقاشي د رنسانس دورې وتلي  انځورګر، تیسین اثر دی او د ۱۶مې پېړۍ اړوند ده چې پلور یې نړیوال ریکارډ بلل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تیسین دغه نقاشي په ۱۵۱۰ کال کې کښلې چې له یوې کیسې یې الهام اخیستل شوی دی. دغه تابلو چې ۵۰۰کاله لرغونتوب لري، په وار وار لاس په لاس شوې. مصر ته تېښتې تابلو په لومړي ځل د ناپلیون سرتېرو له لوري د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې وین کې له «بلورده» ماڼۍ  وې‌وړل شوه.

له څو وار غلا وروسته، دغه نقاشي بلاخره په ۱۸۷۸کال کې د انګستان د لانګلیت کور پر دیوال راوځړول شوه چې تر ۱۹۹۵کاله همدلته وه او پر همدې کال ورکه شوه.

د دې نقاشي مالکانو د یادې تابلو بېرته ورګرځولو لپاره ۱۰۰زره پونډه جایزه وټاکله چې اووه کاله وروسته، د لندن ښار د اورګاډي په یوه تم‌ځای کې وموندل شوه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادې نقاشۍ ایټالیوی انځورګر تیسین د ۱۶مې پېړۍ او د رنسانس دورې وتلی ښوونکی دی چې د ونیز ښوونځي له مشهورو غړیو څخه شمېرل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام