Asset 1SWN

چک کې یوې مېرمنې  پر عمومي لاره ۹۰۰کاله پخوانۍ سکې موندلي

1080x810_cmsv2_c52092f3-0eca-560b-b46a-6fae732e961e-8472184

د چک جمهوریت کې یوې مېرمنې پر «پلي‌تګ» ۹۰۰ کاله پخوانۍ شاوخوا ۲۰۰۰ سکې موندلې دي.

پر یادو سکو د یوولسم او دولسمو پېړنیو د درېوو پادشاهانو د واکمنۍ د دورو نښې نښانې موندل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چک کې لرغون‌پوهان وايي چې ښايي یادې سکې د دولسمې پېړنۍ د لومړیو درېوو لسیزو اړوند وي چې هغه مهال دې سیمه کې کورنۍ بې‌ثباته وه.

دوی زیاته کړه چې په دومره ډېر شمېره د سکو یوځای موندل، د دې ښکارندوینه کوي چې دا د یوه عادي کس لپاره نه‌وې.

چارواکي همداراز وايي چې یادې سکې به د ۲۰۲۵کال په دوبي کې نندارې ته وړاندې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لرغون‌پوهانو د یادو سکو کشف ستره موندنه بللې ده. د چک جمهوریت د قوانینو له مخې، د دې سکې لس سلنه ارزښت، هغې مېرمنې پورې تړاو لري چې سکې یې پیدا کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام