د باميانو د پوهنې رياست مسوولان وايي، ياد ولايت کې ۱۰ سلنه زدهکوونکې نجونې د ژر واده کولو له کبله ښوونځي خوشې کوي.
د ياد ولايت د پوهنې رييس ایوب امیري سلاموطندار سره خبرو کې وويل، د دوی د رياست موندنې ښيي چې له ۱۳۹۷ کال را وروسته شاوخوا ۱۲۰۰۰ نجونې ښوونځيو ته نه دي حاضرې شوي.
د نوموړي په وينا، د دې کار لامل د نجونو ژر واده کول دي.
بېوزلي، ناوړه دودونه او جنسيتي تبعیض هغه نور عوامل دي چې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه يې نيولې ده.
د باميانو د پوهنې رييس وايي، ډېری زدهکوونکې نجونې په سيغان او کهمرد ولسواليو کې او همداراز مرکز کې تر نهم ټولګي پورې زدهکړې کوي او بيا واده کولو ته اړې کېږي.
گلبخت « مستعار نوم» د هغې نجلۍ نوم دی چې د باميانو په مرکز کې يې تر لسم ټولګي زدهکړې کړي او په ۱۶ کلنۍ کې يې واده کړی دی. هغه وروسته له واده ښوونځي ته له تګه محرومه شوې ده.
گلبخت وايي، د ښځو د ملاتړ بنسټونه او دولت بايد په کم عمر کې د نجونو د واده کولو مخه ونيسي.
د باميانو د پوهنې رياست د مسوولانو په وينا، سره له دې چې په کم عمر کې د نجونو واده کول د زدهکړو د خوشې کولو اصلي عامل دی؛ خو بېوزلي هم يوه لويه ستونزه ده.
۱۴ کلن نبي د باميانو د مرکز جګرهخېل د کلي اوسېدونکی دی وايي، تر څلورم ټولګي يې زدهکړې کړي؛ خو بېوزلۍ اړ کړی چې نور خپلو زدهکړو ته دوام ور نهکړي.
ياد ولايت کې د بشر د حقونو کميسيون مسوولان وايي، ښوونه او روزنه د هر افغان بشري حق دی او دولت اړ دی چې په دې برخه کې لازمې اسانتياوې چمتو کړي.
باميانو کې د بشر د حقونو کميسيون رييس جواد دادگر سلاموطندار ته وايي، زرګونه بامياني ماشومان له زدهکړو بې برخې دي.
نوموړی کره شمېرې نه ورکوي خو وايي چې بېوزلي، ناوړه دودونه او ژر واده کول لامل شوي چې نجونې او هلکان له زدهکړو پاتې شي.
جواد دادگر د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له ملي برنامې نيوکه کوي او وايي چې په سړو سيمو کې په ځانګړې توګه باميانيانو ته دا برنامه ګټوره نه ده.
د باميانو د پوهنې رياست مسوولان وايي، د طرحې د تغير صلاحيت نه لري؛ خو د دوی نظرونه به له پوهنې وزارت سره شريک کړي.
د دوی شمېرې ښيي چې په دې ولايت کې يو سل او ۴۳ زره زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي چې ۴۷ سلنه يې نجونې دي.