Asset 1SWN

د ازبيکستان وارداتي برښنا بیرته ونښلول شوه

برښنا

د برښنا شرکت ویلي، د دغه شرکت د کارکوونکو پرله‌پسې هڅو په پایله کې د ازبیکستان د وارداتي برښنا لیږد دویم سرکټ بیرته ونښلول شو.

د دې سرکټ له بیا نښلېدو سره به د ۱۲ ولایتونو پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ او غزني برښنا عادي حالت ته وګرځېده.

برښنا شرکت تر دې وړاندې ویلي وو، د پلخمري ـ کابل پر لویه‌لار د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برښنا مزی د شدیدو ورښتونو له امله زیانمن شوی.

د دې مزي د پرې‌کېدو له کبله، په ګڼو ولایتونو کې د برښنا کمښت او پرله‌پسې پرچاوۍ رامنځته شوې‌وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام