زرمینه د روزګان په یوه کلیوالي سیمه کې ژوند کوي او د خپل وژل شوي خاوند د حقوقو ترلاسه کولو په لټه کې ده. زرمینه د خپلو یتیمو ماشومانو د پالنې او د ناروغۍ له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.
نوموړې وايي چې تراوسه ورسره د حکومت له لوري هېڅ ډول مرسته او لاسنیوی نهدی شوی. «زما خاوند شهید شوی. زه د ډېرو ستونزو سره مخ یمه، ډېره شدیده ناروغه یمه، هېڅ نهدي راکړل شوي، یتیمان مې غاړې ته لوېدلې، زه هېڅ نهلرم.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د یاد ولایت ګڼشمېر معلولان او د شهیدانو وارثین بیا د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره له پراخو ستونزو سرټکوي. دوی شکایت لري چې د معلولانو چارو اداره په خپل وخت د دوی حقوق نهورکوي چې له کبله یې، له ستونزو سره مخ دي.
د یاد ولایت یوه اوسېدونکي خان سلاموطندار ته وویل: «دا څلورم ځل دی چې زه راځم، شپږ اوه سوه افغانۍ کرایه ورکوم، دا زموږ لپاره ډېر لوی تکلیف دی. زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ حق پر خپل ټاکلي وخت راکړي.»
د روزګان یوه بل اوسېدونکي محمدقدوس وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې خپل حقوق موږ ته پر وخت ورسېږي. هغه د معلولیت حق چې زموږ لپاره ټاکل شوی موږ ته باید پر وخت راکړل شي.»
بلخوا د روزګان د معلولانو چارو ریاست رییس مولوي عتیقالله منظور وايي چې هڅه کوي د روان کال په وروستیو کې ټولو معلولانو او د شهیدانو ورثو ته پاتې حقونه ورکړي.
هغه وویل: «د کال په روانه وروستۍ ربعه کې به موږ هڅه دا وي چې ټولو معلولانو او د شهیدانو وارثینو ته د دوی حق ورکړو، موږ ته توپیر نهکوي، که هغه یتیم وي که معلول، موږ د دوی په خدمت کي یوو.»
روزګان د هغو ولایتونو له ډلې دی چې د تېرو جګړو پرمهال پهکې ډېری کسان معلول شوي او ژوند یې، له لاسه ورکړی دی چې پاتې کورنۍ یې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.