Asset 1SWN

د خاوند غچ؛ روزګان کې یوې مېرمنې خپل ورور وژلی

روزګان۱

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوې مېرمنې خپل ورور د توپانچې په وسیله وژلی دی.

پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د دهراود ولسوالي بازار سیمه کې رامنځته شوې او لامل یې هم، د ښځې له‌خوا له خپل ورور د خاوند غچ اخیستل بلل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅا

د روزګان امنيه قومنداني وياند بلال روزګانی سلام‌وطندار ته وايي چي د يادې ښځې خاوند څه موده مخکې د همدې کس له‌خوا وژل شوی و.

د نوموړي په وینا، یادې مېرمنې د خپل خاوند د غچ اخیستلو په پار خپل ورور وژلی دی. «ښځه د امنيتي مسوولانو له‌خوا نيول شوې او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي له امله ورته پېښې رامنځته شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام