د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو شاوخوا ۱۵۲ دولتي ښوونځیو سرښوونکو او د ښوونځيو مدیرانو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی پروګرام پیل شو.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، دا روزنیز ورکشاپونه چې په اوو پړاوونو کې د پوهنې وزارت د پوهنې یوې مرستندویې ادارې په همکاري ترتیب شوي، ګډونوال یې د کاري او مسلکي ظرفیت لوړاوي او هم ښوونځیو کې د ښوونې او روزنې کیفیت لوړولو روزنه ویني.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، د پوهنې ریاست ۷۹ کارکوونکو په ګډون دغه روزنه څه باندې ۳ سوه سرښوونکو او د ښوونځيو مدیرانو ته ورکول کیږي.
عرب همدارنګه زیاته کړه، په پام کې ده چې پوهنې وزارت د لوګر ولایت ۸ سوه ښوونکو او ۸ سوه د ښوونځيو شورا غړیو ته هم د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه پيل کړي.