Asset 1SWN

پکتیا کې د چرسو سلګونه جریبه کښتونه له‌منځه وړل شوي

۴

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز ګردېز ښار په ګډون یې په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې د چرسو سلګونه جریبه کښتونه له‌منځه وړي دي.

د پکتيا امنیه قومندان عمر مخلص سلام‌وطندار ته ویلي چې د مشرتابه له لارښوونې سره سم یې پکتيا کې د نشه‌یي توکو د کښتونو اړولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د مخلص په وینا، د یاد کمپاین په لړ کې یې تراوسه دغه ولایت کې څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکه باندې کرل شوي چرس له‌منځه ‌وړي دي.

د پکتیا امنیه قومندان زیاته کړه چې په ځینو ولسواليو کې لاهم پر نږدې ۲۰۰ جریبه ځمکه د چرسو کښتونه ولاړ دي چې په وینا یې، راتلونکو ورځو کې به یې واړوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د مرکز اړوند اتیا جریبه ځمکه مو اړولې. احمدابا کې مو هم سل جریبه ځمکه اړولې، نن همدا کمپاين په سيدکرم ولسوالي کې روان دی چې ډېره ځمکه باندې کرل شوي چرس واړول او همدا کمپاين لا روان دی. عمومي کې د مخدره توکو پر وړاندې سخت دریځ لرو او د نشه‌يي توکو خرڅونکي، کرونکي او استعمالونکي به د قانون منګولو ته سپارو.»

پکتیا کې داسې مهال د چرسو کښتونه له‌منځه وړل کېږي چې د یاد ولایت بزګران له حکومت د بدیل کښت برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دوی په وینا، د یاد ولایت د بزګرو او کروندګرو اقتصادي وضعیت خراب دی او اړتیا ده چې د بدیل کښتونو اړوند برخه کې ورسره هر اړخیزې مرستې وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام