Asset 1SWN

افغانستان کې تېرکال د ناچاودو توکو چاودنې له امله ۵۶۴ کسان وژل شوي

Mine-bomb

د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې څانګه وايي چې افغانستان ک له جګړو پاتې ماینونه او مهمات د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

یاد بنسټ دغه څرګندونې نن جمعه، وري ۱۵مه د «ماینونو خطر په اړه د عامه پوهاوي» نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

دغه بنسټ پر خپل وېب‌پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي چې تېر کال افغانستان کې له جګړو د پاتې ناچاودو توکو او ماینونو له امله ۵۶۴ کسان وژل شوي دي.

د راپور پر بنسټ، په وژل شویو کې ۴۳۴ ماشومان هم شامل دي.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي: «ماینونه او نور ناچاوده توکي نه یوازې ورځنی ژوند ټکنی کوي او اقتصادي پرمختګ شاتګ ته بیايي، بلکې دردونکی ناورین په ځانګړې توګه د ماشومانو ترمنځ رامنځته کوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سره نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې همداراز زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ او ۲۴ کلونو پرمهال یې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکاري افغانستان کې پر ماینونو او ناچاودو توکو پوښلو پنځو سیمو کې شاوخوا ۱۰۰ داوطلب لپاره عامه پوهاوی ورکړی دی.

د ملګروملتونو له لوري په ۲۰۰۵کال کې د اپرېل څلورمه نړۍ کې له جګړو د پاتې ناچاوده توکو او ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي نړیوالې ورځې په توګه ټاکل شوې ده.

له هغه راهیسې دغه ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له جګړې پاتې ناچاوده توکو او ماینونو اړوند ګواښونو په د عامه پوهاوي او نورو پروګرام له لارې نمانځل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام