Asset 1SWN

حوثیانو د ۲۴ ساعتونو پرمهال پر اسراییلو درې توغندیز بریدونه کړي

Brigadier_General_Yahya_Saree

د یمن د حوثي ځواکونو پوځي ویاند یحیی سرېع وايي چې د دوی ځواکونو د «فلسطین-۲» په نوم بالېستیک توغندي باندې اسراییلو کې یو مهم ځای په نښه کړی دی.

سرېع نن پنجشنبه سهار (د وږي ۱۳مه) په خپور شوي بیان کې ویلي چې دا برید «په بریالیتوب سره ترسره شوی او د اسراییلو ګڼ‌شمېر اوسېدونکي یې، پناه ځایونو تلو ته مجبور کړي دي.»

د حوثي ځواکونو ویاند همدارنګه د حیفا بندر پر یو «حیاتي هدف» د ډرون برید خبر ورکړی او هغه یې «بریالی» بللی دی. نوموړي دا عملیات «د اسرائیل د غزې پر ضد جنایتونو او د یمن پر وړاندې د دې هېواد د تیري ځواب» بللی دی.

په ورته وخت کې، د «رویټرز» خبري اژانس د اسرائیلي پوځ له قوله راپور ورکړی چې له یمن څخه د توغول شویو څو توغندیو او ډرون بریدونو هڅې شنډې شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسرائیل پوځ ویلي، هغه توغندی چې له یمنه د دوی پر لور توغول شوی و، د اسرائیل له خاورې دباندې په یو تشه سیمه کې لوېدلی او د خطر هېڅ آژیر نه دی غږول شوی.

«رویټرز» راپور ورکړی چې دا د یمن له لوري په لږترلږه ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل پر ضد درېیم توغندیز یا ډرون برید دی.

وړاندې له دې هم د روانې اوونۍ د دوشنبې او سه‌شنبې پر ورځ، هم د اسرائیل پوځ ویلي و چې د یمن له لوري ویشتل شوي دوه ډرون یې، شنډ کړي دي.

په ورته مهال د حوثي ډلې مشر عبدالملک الحوثي ګواښ کړی چې د اسراییل پرضد به بریدونه په پرله‌پسې توګه زیات کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام