Asset 1SWN

سلام وطندار

حوثیانو پر اسراییلو توغندیز برید کړی

توغندی-توغندیز-حوثیان-راکیت

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې (د زمري ۳۱مه / ۲۲ اګست) له یمن څخه د یوه توغندي په توغولو سره په څو سیمو کې د خطر زنګونه او دفاعي سېسټمونه فعال شوي دي.

 د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «له یمن څخه د توغندي د توغولو وروسته د اسرائیل په بېلابېلو سیمو کې د خطر اژیرونه فعال شول.» پوځ زیاته کړې چې دغه توغندی شنډ شوی او لاهم د پایلو ارزونه روانه ده.

په راپورونو کې ویل شوي چې د توغندي څو ټوټې د مرکزي اسراییل په ځینو سیمو کې لوېدلې دي. د پېښې په تعقیب د تل‌ابیب په ګډون ګڼو سیمو کې اژیرونه په پرله‌پسې ډول غږېدلي دي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د تل‌ابیب نږدې د «بن‌ګوریون» نړیوال هوايي ډګر هوايي حریم هم د لنډ وخت لپاره تړل شوی دی.

د بیړني خدمتونو ادارې اعلان کړی چې د خلکو د پناه ځایونو ته د تګ پرمهال د ګډوډۍ له امله یوشمېر کسان ټپې شوي دي، خو شمېر یې نه دی ورکړی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا پېښه څو ساعته وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې اسرائیلي پوځ د یمن له لوري د یوې الوتکې د څار خبر ورکړ، کوم چې غزې ته څېرمه ښارګوټو کې د خطر اژیرونو فعالېدو لامل شوی و.

د حوثي ډله چې د ایران له ملاتړ برخمنه ده، پر اسرائیل د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کوي او همدارنګه هغه بېړۍ په نښه کوي چې د اسرائیل سره تړلې ګڼي یا د هغه پر لور روانې وي.

اسرائیل هم د یمن په هغو سیمو کې د حوثیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کوي چې د دوی تر واک لاندې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام