د پکتیکا د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت برمل ولسوالي کې ۱۰۰۰ زلزلهځپلیو کورنیو ته جوړ شوي کورونه وسپارل شول.
د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، د هستوګنې دغه کورونه د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري «UNHCR» په مالي ملاتړ جوړ او نن چهارشنبه د تلې ۲۶مه یې د وېش لړۍ پیل شوه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رییس مطیعالله منصور سلاموطندار ته وویل چې یاد کورونه د څلور میلیونه او ۸۰۰زره « ۴۸۰۰۰۰۰» امریکایې ډالرو په لګښت د تېر کال زلزلهځپلیو کورنیو لپاره جوړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، د هستوګنې دغه کورونه نن د تېرکال زلزلهځپلیو ۱۰۰۰ کورنیو ته ورکړل شوې دي. د منصور په وینا، پر کور ۴۸۰۰ امريکايي ډالر لګښت راغلی چې جوړ شوي کور کې دوه د هستوګنې خونې، يو دهلیز، یو تشناب او پخلنځی شامل دی.
د پکتيکا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست د معلوماتو پر بنسټ په برمل ولسوالي کې د زلزلې له امله ټول وران شوي کورونه بېرته جوړ کړي، خو په وینا یې، هغه کورونه چې نيمه زيانمن شوي، بيارغونې لپاره يې تر اوسه څه نهدي شوي.