د میدانوردګ د امربالمعرف او نهېعن المنکر او شکایتونو اوریدو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په سیداباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې د شپږ کورنیو ترمنځ دښمنۍ او شخړې هوارې شوي دي.
د یاد ولایت له امربالمعرف او نهې المنکر ریاست څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې محتسیبینو د سیداباد ولسوالي په «شیخاباد» سیمه کې د دوه کورنیو ترمنځ د وژنې له امله رامنځته شوې دښمني هواره کړې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دوېمه شخړه د جغتو ولسوالي په «ابطلې» سیمه کې او درېیمه شخړه د دایمیرداد ولسوالي په «دبر خنجوي» کلي کې هواره کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې له مخې، یادې شخړې د ځمکو ملکېت، قرض او کورنیو ستونزو پرسر راپورته شوې وې چې کالونو کالونو یادې کورنیو په خپلو کې د دوستۍ پر ځای دښمني کوله چې اوس مهال دغه ستونزې په بشپړه توګه هوارې شوې.
هیره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د میدانوردګ ولایت مقام، سرحدونو چارو او امربالمعرف ریاستونو له لوري ورته لوې او وړې شخړې هوارې شوې دي.