Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسټرالیا ویاړلی سرتېری افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی

r468_0_4064_2393_w4256_h2832_fmax

فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د استرالیا یو پخوانی ځانګړی سرتېری، رابرتزسمېت، افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی دی.

د راپور له مخې، نوموړی د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال د یوشمېر وژنو په لړۍ تورن دی.

د استرالیا فدرالي پولیسو کمېشنر کریسي بارت ویلي چې قربانیان یا خو په مستقیم ډول د تورن له‌خوا په ډزو وژل شوي او یا د هغه تر قومندې لاندې ځواکونو د هغه په امر وژلي دي.

رابرتز سمېت چې د استرالیا د هوايي ځانګړو ځواکونو (SAS) پخوانی غړی دی، یو وخت د دغه هېواد د جګړې له تر ټولو سترو ژوندي اتلانو څخه ګڼل کېده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ته د جګړې د زړورتیا له امله د ویکتوریا کراس تر ټولو لوړ پوځي مډال هم ورکړل شوی و.

خو د هغه شهرت په ۲۰۱۸کال کې هغه مهال سخت زیانمن شو، کله چې یوشمېر رسنیو لومړی ځل راپور ورکړ چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو ممکن په افغانستان کې بې‌وسلې بندیان وژلي وي او نوم یې له دغو تورونو سره وتړل شو.

رابرتز سمېت تل دغه تورونه رد کړي او ځان بې‌ګناه بولي. نوموړي حتی د هغو ورځپاڼو پر وړاندې چې دا راپورونه یې خپاره کړي وو، د څو میلیونه ډالرو حقوقي دعوه هم ثبت کړې ده.

تر اوسه د محکمې له لوري د قضیې وروستی پرېکړه نه ده شوې، خو دا موضوع په استرالیا کې د افغانستان د جګړې د احتمالي جنګي سرغړونو د یوې پراخې څېړنې برخه ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام