Asset 1SWN

سلام وطندار

د برښنا لوړه بیه؛ د بلخ اوسېدونکو د لمریزې برښنا استفادې ته مخه کړې

یبقبایباظ

بلخ کې د برښنا لوړ لګښت له امله د دغه ولایت اوسېدونکو له «لمریزو دړو» یا سولر څخه د خپلې اړتیا وړ برښنا برابرولو ته مخه کړې ده.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د وروستیو کلونو پر مهال دغه ولایت کې له لمریزې برښنا د خلکو ګټه اخیستنه زیاته شوې او په وینا یې، د وارداتي برښنا ښه بدیل دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ یوه اوسېدونکي حامد وویل چې د برښنا پرچاوۍ ډېرېدو له کبله اړ شوی چې له لمریزې برښنا ګټه واخلي. د نوموړي په وینا، د وارداتي برښنا د لوړ لګښت توان نه‌لري.

نوموړي وویل: «وروسته له هغې چې د خلکو اعتراضونو پایله ورنه‌کړه او د برښنا بیه ټيټه نه‌شوه،  پرېکړه مې وکړه چې سولر واخلم او له دې لارې د خپل کور اړتیا وړ برښنا برابروم. د دې توان نه‌لرو چې یوه کیلوواټ برښنا ته ۶.۲۵ افغاني ورکړو.»

په ورته مهال بلخ کې د لمریزو دړو یا سولر پلورونکي وايي چې دې وروستیو کې یې کاروبار خوړېدلی دی. دوی وايي چې ډېری پېرودونکي یې کروندګر او د یاد ولایت د لرو پرتو سیمو اسېدونکي دي.

بلخ کې د لمریزو دړو یوه پلورونکي سلام‌وطندار ته وویل: «د خلکو منځ کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي او له همدې امله له سولر د خلکو استفاده ډېره شوې. ډېری خلک د خپلو کورونو کې روښانولو لپاره له سولر کار اخلي.»

بل‌خوا د بلخ محلي مسوولان هم دغه ولایت کې د برښنا لوړه بیه تاییدوي او وايي، هڅه کوي چې دغه ستونزه حل کړي. بلخ  کې د برښنا رییس سردارولي ثاقب وايي، د برښنا په تړاو یې د یاد ولایت د اوسېدونکو ستونزې د مشرتابه چارواکو ته رسولي دي.

سردارولي ثاقب وویل: «موږ د دې ستونزې حل لپاره لاس په کار شوي یوو او د خلکو غوښتنې مو مشرتابه ته رسولي دي. هڅه کوو چې د نورو ولایتونو په څېر بلخ کې هم د برښنا بیه یوشان شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

که څه هم جوزجان، سرپل او فاریاب د بلخ په ګاونډ کې پراته ولایتونه دي او یادو ولایتونو کې د برښنا یو کیلوواټ له ۳ تر ۴.۵ افغانۍ دی، خو بلخ کې بیا یو کیلوواټ په ۶.۲۵ افغانۍ پلورل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام