Asset 1SWN

سلام وطندار

حزب‌الله پر اسراییلي سرتېرو راکېټي او توپچي بریدونه کړي

images

د لبنان حزب‌الله ډلې ویلي چې د اسراییلو پر سرتېرو یې د راکټونو او توپچي بریدونه کړي دي.

د حزب‌الله په وینا، د اسراییلي ځواکونو پر یوې ډلې یې د «کالف هیل» په نوم سیمه کې چې د کفر یووال مېشت‌ځای شمال ته موقعیت لري، راکټي برید کړی دی. دغه ډله وایي چې هدف یې د اسراییلي پوځ هغه سرتېري وو چې په یاد ځای کې ځای پر ځای شوي وو.

حزب‌الله همدارنګه ویلي چې د لبنان د میس‌الجبل سرحدي ښار ته څېرمه د «جبیا» په نوم نقطه کې یې د اسراییلي سرتېرو پر پوستو توپچي ډزې هم کړې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو له مخې، د نن ورځې په اوږدو کې دا د حزب‌الله له لوري د بریدونو څلورمه ادعا ده.

تراوسه د اسراییلو له لوري د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی. د لبنان او اسراییلو ترمنځ سرحدي سیمو کې په وروستیو میاشتو کې د نښتو او بریدونو پېښې زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام