د هرات د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو درېوو میاشتو کې د دغه ولایت اوسېدونکو د پوهنې برخې سره ۲۰ میلیونه او ۵زره افغانۍ مرسته کړې ده.
د هرات د معارف رییس رحمتالله جابر سلاموطندار ته وايي چې دغه مرستې د توکو په پېرودو، د ځمکو په اهدا، د درسي صنفونو په جوړولو او د یوشمېر ښوونځیو د بیارغونې په برخو کې د مرکز او ولسوالیو په کچه لګول شوې دي.
هغه زیاتوي چې دغه مرستې د پوهنې وضعیت د ښهوالي او د ښوونیز کیفیت د لوړوالي په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د ښوونځیو د ودانیو په جوړولو او یا د ښوونیزو وسایلو په وېشلو سره د زدهکړې له سکتور سره همکاري کړې ده.
له دې سربېره خلکو په خپل شخصي لګښت سړکونه او عامه لارې رغولي او په نورو برخو کې یې هم له سرپرست حکومت سره مالي مرسته کړې ده.