Asset 1SWN

سلام وطندار

په ۳۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

HEzLO9pbcAAyl63

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د حمل له ۱۲ تر ۱۵ پورې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو وړاندوینه کړې.

دغه ریاست نن چهارشنبه د حمل ۱۲ / اپرېل لومړۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نن ورځې تر راتلونکې شنبې پورې له بدخشان پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۵۰ ملي مترو پورې ووسي.

همدارنګه په سویلي، لوېدیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د بادونو وړاندوینه شوې چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام