د لغمان د دولتشاه ولسوالي اوسېدونکي وايي چې سیمه کې یې روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي او خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولسوالي مرکز ته وړي.
د دوی په وینا، ولسوالي یې غرنیزه ده او روغتیايي مرکزونه پهکې کم دي او د ولسوالي مرکز ته د ناروغانو لېږد پرمهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي چې د لارو خرابوالي له امله ډېری ناروغان روغتون له رسېدو وړاندې پر لاره ساه ورکوي.
د دولتشاه ولسوالي د کوړنګل کلي اوسېدونکی قاري شریف وايي، سیمه کې یې شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ ژوندي کوي چې په وینا یې، هېڅ روغتیايي مرکز نهلري.
نوموړی وايي، ډېری وخت خپل ناروغان مرکز ته لېږدوي، خو د لارو خرابوالي له کبله یې ناروغان یا روغتون ته پر وخت نهرسېږي او یا هم ځینې ناروغان پر لاره ساه ورکوي.
نوموړي وویل: «خپل کلي کې هېڅ صحي خدمات نهلرو، د ولسوالي مرکز ته ځو، خو هغه هم له موږ څخه درې ساعته لرې ده، موږ د دې مسلې شاهدان یوو چې زموږ ناروغان پر لاره ساه ورکړې، ځینې د نسايي- ولادي ناروغان په نیمه لار کې ضایعات ورکړي.»
د دولتشاه ولسوالي اوسېدونکي له حکومت غواړي چې د روغتیايي خدمتونو برخه کې شته ستونزې ورته هوارې کړي، څو خلک په ارامه ژوند وکړي.
د یادې ولسوالي د رندي کلي اوسېدونکی عبدالخالق وايي، په ټوله دره کې یو روغتیايي مرکز لري، خو په وینا یې، هغه کې هم نه ډاکټران شته او نه هم درمل.!
دی وايي، په کلینیک کې چې د درملو پوښتنه وکړي؛ ورته ویل کېږي چې له مرکز څخه ورته نهراځي. «موږ په ټوله دره کې یو کلینیک لرو، دلته هم دوا نشته چې موږ پوښتنه وکړو، وايي، له مرکز څخه راته دوا نهراوړل کېږي، پهکار ده چې زموږ کلینیکونو ته دوا ورکړل شي، څو له دغې ستونزې څخه خلاص شو.»
په همدې حال کې د لغمان د حوزوي روغتون مرستیال ډاکتر محمداصف ساپی وايي چې په دولتشاه ولسوالي کې یې روغتیايي خدمات په ښه ډول روان دي.
نوموړی وايي، په دې ولسوالي کې ۱۴روغتیايي مرکزونه لري چې درې یې اساسي او اووه فرعي روغتیايي مرکزونه دي.
هغه وویل: «ټولټال ۱۴ روغتیايي مرکزونه لرو، البته دوه روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو چې خدمات یې موسساتو وړاندې کول، انشالله لرې نه ده چې دا روغتیايي مرکزونه به هم ډېر ژر خپل فعالیتونه پیل کړي.»
په دولت شاه ولسوالي کې تر دې وړاندې هم ګڼو اوسېدونکو د روغتیايي خدماتو له نشت شکایت کړی، خو مسوول چارواکي وايي، په ټول ولایت کې روغتیايي خدمات په سمه توګه روان دي.