د علومو اکاډمۍ مشر فرید الدین محمود کابل کې یوه علمي ـ څېړنیز سیمینار ته ویلي، غیر اسلامي هېوادونو سره سوداګرۍ د شرعي حدودو په رعایت کولو سره جواز لري.
هغه تېره ورځ د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت، د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز په نوښت “له غیر اسلامي هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو شرعي حدود” تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز سیمینار ته وویل:
«په اصل کې، له غیر اسلامي هېوادونو سره سوداګري په اسلام کې جواز لري، خو په دې شرط چې سوداګریزې راکړې ورکړې د عدالت او انصاف پر بنسټ ولاړې وي او له ربا، ناروا ګټې او حرامو معاملو څخه پاکې وي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال شهابالدین ثاقب چې په دې سیمینار کې یې ګډون کړی و، د شرعي اصولو پر بنسټ د سوداګریزو معاملو تنظیم اړین بولي.
هغه وایي: «له غیر اسلامي هېوادونو سره په اقتصادي تعاملاتو کې باید د حرامو توکو له سوداګرۍ څخه ډډه وشي او د صداقت، عدالت، امانتدارۍ او د قراردادونو د شفافیت اصلونه مراعت شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې ټولې معاملې باید د شرعي قوانینو پر بنسټ تنظیم شي او موخه یې د هېواد د اقتصاد سالمه وده وي.
په همدې حال کې، د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیر احمد حقاني هم دې ناسته کې وویل، له غیراسلامي هېوادونو سره د سوداګرۍ اړیکو ساتل او پرمټ یې خپل اقتصاد ته وده ورکول یو روا او جایز کار دی.
«د هېواد اقتصادي نظام د ځانبساینې پر لور سوق کول او د شرعي اصولو پر بنسټ د سوداګرۍ تنظیم د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي، د ورته سمینارونو جوړېدل دې موضوع ته جدي پام ښيي.»
له غیر اسلامي هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو شرعي حدودو تر سرلیک لاندې د علمي ـ څېړنیز سیمینار ګډون کوونکو همدارنګه وویل، اسلامي امارت دې ملي ګټو ته په پام له هېوادونو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې اقتصادي اړیکې پراخه کړي او له غیراسلامي هېوادونو څخه د حرامو توکو په ځانګړي ډول غذايي موادو له وارداتو څخه په کلکه مخنیوی وکړي او په بدیلو شرعي لارو دې کار وکړي.