Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې د لاسي‌توکو پلورونکي: زموږ لپاره دې مناسب کارځای وټاکل شي

6800499_0_899_2048_2051_1920x0_80_0_0_832e88f4ffbdf034e76daa24152ae1a1

د کابل د «ده‌افغانانو» سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د وزګارتیا له امله یاده سیمه کې ګڼ‌شمېر خلک د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د لاسي توکو پلور ته مخه کړې چې له کبله یې دې سیمه کې د ګڼې‌ګوڼې لامل شوی دی.

دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل چې کابل ښاروالي باید د لاسي توکو یادو پلورونکو ته د کار بدیل ځایونه رامنځته کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ده‌افغانان سیمه کې د لاسي توکو یوه پلورونکي فیصل وویل چې له هغه وخت راهیسې یې چې دې سیمه کې د لاسي توکو پلور ته مخه کړې، حکومت یې ترې څلور لاسي ګاډۍ بیولې دي.

هغه وویل: «دا وضعیت وګورئ چې ټول وزګارتیا دي او خپله دنده لرله، خو له تحولاتو وروسته وزګاره شوی یم. زما یې څلور کراچۍ بیولې دي. اسمايي جاده کې مې دوه غرفې واخیستې، خو څه وخت وروسته یې راڅخه بوتلې. موږ د بدیل کارځای غوښتونکي یوو.»

بل‌خوا د کابل اوسېدونکي وايي، کله چې د یوې ادارې له لوري د سمون په موخه پلا پلی کېږي، باید د بدیل کار ځای په اړه یې هم فکر وشي. دوی له مسوولانو غواړي چې د ښاري نظم لپاره دې د لاسي توکو پلورونکو ته مناسب ځای په پام کې ونیسي.

د کابل ښاروالي مسوولان بیا د سړکونو پر غاړه د توکو پلور سرغړونه بولي. د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی سلام‌وطندار ته وايي، د پلي تګ لارې او سړکونه د خلکو او موټرو د تګ‌راتګ لپاره جوړ شوي او اجازه نه‌ورکوي چې د لاسي توکو پلورونکو او لاسي کاډیو لرونکو له لوري ښاري نظم ګډوډ شي.

هغه وویل: «لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، د پلي تګ لارې د خلکو لپاره دي او سړکونه د موټرو تګ‌راتګ لپاره جوړ شوي. موږ اجازه نه‌ورکوو چې د سوداګرۍ او د توکو پلور په پلمه دا لارې وتړل شي او ښاري نظم ته ژمن یوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

کابل ښاروالي په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پلازمېنې پر سړکونو د لاسي توکو پلورونکو شتون، د ښاري قانون خلاف دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلن وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام