غزه کې د حماس جګړهییزه لېوا «قسام برېګډرز» وايي چې په خان یونس سیمه کې یې، پر اسراییلي ځواکونو برید کړی دی.
یادې ډلې ویلي چې د خان یونس ښوونیز ریاست ته نږدې یې، د اسراییلو ځواکونو یوه ډله په نښه کړې او د دوی دوه «موکاوا ټانکونه» یې، په چاودېدونکو توکو الوځولې دي.
د حماس قسام ډلې همداراز زیاته کړې چې دې برید کې یې، د اسراییلو ځواکونو ته مرګژوبله هم اړولې، خو د کره شمېر په تړاو یې، څه نهدي ویلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې ډلې په وینا، په دې برید کې د اسراییلو یو زغرهوال موټر هم د الیاسین-۱۰۵ په نوم توغندي باندې وېشتلی دی.
د حماس جګړهییزه څانګه داسې مهال د غزې خان یونس کې د اسراییلو سرتېري په نښه کوي چې پرون هم د اسراییلو یو سرتېری د حماس په برید کې وژل شوی وو.
له دې وړاندې تېره اوونۍ هم غزه کې د یادې ډلې له لوري یوه ټانک ته د چاودېدونکو توکو د ورغوځولو له کبله اووه اسراییلي ځواکونه وژل شوي وو.