Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې د «حکیم ناصر خسرو» مقبره بیاورغول شوه

a07a2432-bbd5-4e4f-b89d-42bc223a1cbc

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «حکیم ناصر خسرو» مقبرې د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.

دغه مقبره د بدخشان یمګان ولسوالي کې ده چې د لومړي ځل لپاره په معیاري توګه بیارغول شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبېح‌الله امیري سلام‌وطندار ته وايي چې یاده مقبره چې د یمګان ولسوالي حضرت‌سید سیمې کې د طبیعي پېښو له امله د ورانېدو له ګواښ سره مخ وه، په معیاري او اساسي توګه بیارغول شوې.

د نوموړي په وینا، د دې مقبرې پنجرې، دروازې، دیوالونه، کټارې، د پلي‌ تګ لارې، خونې او نور ځایونه بیارغول شوي او د سیمې له ارچه لرګیو څخه یې، په کړکیو کې ګټه اخیستل شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس همداراز وویل چې د یادې پروژې مالي لګښت د اقاخان فرهنګي بنسټ په مالي او تخنیکي مرسته شوی دی. د دې مقبرې بیارغونې څلور میاشتې وخت نیولی دی.

په ورته مهال بدخشان کې د یاد بنسټ له لوري د «ملا برات مدرسه» چې د یاد ولایت له فرهنګي میراثونو شمېرل کېږي، هم بیارغول شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ناصر خسرو د هېواد له سترو شاعرانو او د تاریخ فیلوسوفانو ګڼل کېږي چې د څلورم او پنځمې پېړۍ ترمنځ یې، ژوند کاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام