Asset 1SWN

سلام وطندار

ګوترېش: نړۍ کې مسلمانان له تبعیض سره مخ دي

ګوترېش

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي چې په نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تبعیض لاهم یوه جدي ستونزه ده او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د برابرۍ او بشري حقونو د ساتنې لپاره لازیاتې هڅې وکړي.

ګوترېش نن یکشنبه، د مارچ ۱۵مه، د « د اسلام‌فوبیا یا اسلام څخه د کرکې پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځې» په مناسبت په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې مسلمانان په ډېرو ځایونو کې له ټولنیز او اقتصادي محرومیت، تعصب او ناعادلانه مهاجرتي پالیسیو سره مخ دي.

د هغه په وینا، مسلمانان نه یوازې له تبعیض سره مخ دي، بلکې کله ناکله بې‌دلیله څارل کېږي او ان د شک او تورونو له امله یې پر ضد دوسیې هم جوړېږي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هر انسان د کرامت، بشري حقونو او برابرۍ د ارزښتونو د ساتنې لپاره یو ځل بیا ژمنه وکړي، پرته له دې چې د خلکو دین یا عقیده څه وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګروملتونو سرمنشي تر دې مخکې هم په نړۍ کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د تاوتریخوالي د کمېدو او د تبعیض د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي چې د ملګروملتونو منشور د هېوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ جوړوي او د اختلافونو د سوله‌ییز حل لپاره مهمه لارښود ګڼل کېږي.

ګوټرېش ټینګار کړی چې که دولتونه د ملګروملتونو د منشور اصولو ته ژمن پاتې شي، کولی شي د نړیوالو کړکېچونو او تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي او د یوه خوندي او عادلانه نړۍ د جوړېدو زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام