د پاکستان د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د لاسي بم د چاودنې له امله درې افغان کډوال ماشومان ټپیان شوي دي.
د پېښور د سربند تاڼې چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د پېښور ښار اړوند د دولتزو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پولیسو په وینا، دغو ماشومانو په دې سیمه کې کباړ راټولاوه چې په دې ترڅ کې یې یو لاسي بم موندلی او همالته پرې چاودلی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پولیس وايي، ټپیان سمدستي روغتون ته لېږدول شوي او دامهال تر درملنې لاندې دي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
همدارنګه، د پېښې د څرنګوالي او د لاسي بم د سرچینې د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په خیبرپښتونخوا کې د ناچاودو بارودي توکو له امله ورته پېښې شوي چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.
چارواکي پر خلکو غږ کوي چې له مشکوکو توکو څخه ځانونه لرې وساتي او ژر تر ژره پولیسو ته راپور کړي.