Asset 1SWN

پنجشېر کې د غوزانو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

غوزان

د پنجشېر ځايي مسوولان وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال دغه ولایت کې د غوزانو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي.

د پنجشېر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس فضل‌الله دیوبندي وویل، سږکال دغه ولایت کې د غوزانو حاصلات ۲۳۰ مټریک ټن ته رسیږي، داسې حال کې چې تېر کال ۲۰۰ مټریک ټنه وو.

هغه وویل، دامهال پنجشېر کې په ۲۲۱ هکتاره ځمکه د غوزانو ونې شتون لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پنجشېر مناسبه هوا، د غوزانو باغونو زیاتېدل، په وخت بارانونه او له باغ‌لرونکو ملاتړ د غوزانو د حاصلاتو زیاتېدو اصلي لاملونه شمېرل کیږي.

ورته وخت کې د پنجشېر باغ‌لرونکي د کرنیزو محصولاتو پلورلو لپاره د مناسب بازار نه‌شتون څخه شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام