د سرپل والي دغه ولایت کې د یوې ناستې پر مهال کوچیانو ته د یوه ښارګوټي د جوړېدو او د زدهکړو د زمینې د برابرولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چار وزارت اړوند د کوچیانو عمومي رییس محمدزرین کوچي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د سرپل ولایت د عامه اړیکو دفتر له لوري په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه دې ناسته کې همداراز غوښتنه کړې چې د پوهنې، مالدارۍ، سرپناه، څړځایونو او نورو برخو کې د یاد ولایت د کوچیانو ستونزې دې هوارې شي.
د محمدیعقوب عبدالرحمن اکه په وینا، «کوچیانو د نظام بریالیتوب او وطن څخه د دفاع برخه کې مهمه ونډه لرلې او باید ملاتړ یې وشي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بلخوا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چار وزارت اړوند د کوچیانو عمومي رییس محمدزرین کوچي بیا دې ناسته کې ډاډ ورکړ چې د سرپل د کوچیانو ستونزې به هوارې کړي.