لسګونو معلولو کسانو د ولسي جرګې ودانۍ مخې ته له مياشتو پرلت وروسته اړ شول چې لاريون وکړي. اعتراض کوونکي وايي، د معلولانو د حقوقو او امتيازونو قانون مطابق بايد د دولتي ادارو ۳سلنه کارکوونکي معلولان وي؛ خو دا ماده نه ده پلي شوې.
د دوی په وينا، د نورو ستونزو ترڅنګ ۵۰ سلنه معلولانو په تېرو درېيو کلونو کې خپل مياشتني حقوق او امتيازونه نه دي ترلاسه کړي.
د معلولانو د شورا مرستيال بشير دېره او د افغانستان د معلولانو بنسټونو د انسجام او همغږۍ رييس ملک محمد ملکزاده وايي، څه باندې څلور مياشتې کېږي چې د خپلو غوښتنو پوره کېدو لپاره يې د ولسي جرګې مخې ته پرلت کړی؛ خو حکومت دوی ته هېڅ پام نه دی کړی.
خو د شهيدانو او معلولانو چارو وزارت وياند ضیاالحق فضلي وايي، تر اوسه پورې د دولتي ادارو په مرسته توانېدلي چې ۹زره معلولان په دندو وګماري. د نوموړي په وينا، د هغو شمېر معلولانو حق او امتيازونه چې ټاکل شوي کميسيون يې اسناد تاييد کړي، له روانې حمل مياشتې پيل شوي؛ خو د هغو کسانو چې اسناد يې رد شوي، د دوی له وسې وتلی کار دی.
له دې سره اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي، که چېرې حکومت د دوی پرلهپسې اعتراضونو ته پام ونهکړي، د تابعیت پرېښودو ترڅنګ د ملګرو ملتونو سازمان دروازې تړي او د نه خوړو اعتصاب کوي.