غزني کې د هغو کسانو په جنازه کولو او فاتحه اخیستو بندیز لګول شوی چې ځان وژنه کوي.
د غزني والي عبدالصمد جاوید د امربالمعروف او نهيعنالمنکر ریاست د مسوولانو په حضور کې یوې غونډې ته وویل، د هغو کسانو لپاره چې ځان وژنه کوي د جنازې او فاتحې اخیستو په مراسمو بندیز لګول شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه له خلکو وغوښتل چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان پر اساس، د دغو کسانو د جنازې او فاتحې مراسمو کې ګډون ونه کړي.
یاده غونډه کې د امربالمعروف له محتسبینو، علماوو او رسنیو هم وغوښتل شول چې د دغه فرمان په تطبیق کې مسوولانو سره همکاري وکړي.