Asset 1SWN

سلام وطندار

د جرمني چارواکي: تورن افغان د نیولو پرمهال «الله اکبر» ناره کړې

AA1z0erV

جرمني کې چارواکي وايي، د دغه هېواد مونیخ ښار کې تورن افغان چې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې، موټر وروستلی او ۳۶ کسان یې، ټپیان کړي، د نیولو پرمهال د الله اکبر ناره او دعا کړې.

د جرمني د باوریا ایالت پولیسو دغه کس اسلام‌پاله افراطي بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پېښې یوه څارنوال ګابریل ټیلمن وویل: «له پېښې وروسته، شکمن د پولیس افسرانو د سترگو پروړاندې د “الله اکبر” ناره کړې او له نیول‌کیدو وروسته یې دعا وکړه.»

دغه ۲۴کلن افغان کډوال چې د جرمني رسنیو یې نوم «فرهاد ن» یاد کړی، تورن دی چې په قصدي توګه یې، د کارګرانو د اتحادیو له لوري پر تنظیم شوي لاریون‌ موټر وروستلی دی.

په دې پېښه کې ۳۶ کسان ټپیان شوي چې د اتو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

یاد افغان کډوال په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته تللی و او د چارواکو په وینا، که څه هم د نوموړي د پناه‌غوښتنې، غوښتنلیک نه‌و منل شوی، خو ځانته یې کار پیدا کړی او بریالی شوی چې دغه هېواد کې په قانوني توګه واوسېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې پېښې وروسته المان کې چارواکو د کډوالۍ په اړه د سختو محدودیتونو او تګ‌لارو د جوړېدو غوښتنه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام