د خوست امنیې قومانداي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوې کورنۍ د مرغومي په ۱۶مه، د یکشنبې شپه د دغه ولایت په مرکز خوست ښار کې ګازي بخارۍ لګولې او پر وړاندې یې د بېغورۍ له کبله پنځو کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا پېښه د خوست ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په یوه استوګنیزه ودانۍ کې شوې ده. په پېښه کې څلور نارینه او یوه ښځه مړه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په یاده پېښه کې مړه شوي کسان د پکتیکا د سروبی ولسوالي اوسېدونکي دي او وړمه ورځ (د مرغومي ۱۵مه، شنبه) خوست ښار ته د یوه ناروغ د درملنې لپاره تللي وو.
ګڼشمېر افغانان په ژمي کې د کور تودولو لپاره ګازي بخارۍ کاروي چې د دغو بخاریو په کارولو کې د بېغورۍ له کبله وختناوخت یوشمېر کسان ګاز ونیسي او خپل ژوند له لاسه ورکړي.