د ګردیز ښاروالۍ مسوولان وايي چې د تېرو شپږ میاشتو پرمهال په بېلابېلو برخو کې د ښاري اصنافو څخه شاوخوا ۵۴ ميليونه افغانی عوايد راټول کړي.
ګردېز ښاروال مولوي حبيبالله اغا اخندزاده ښاريانو ته د حساب ورکولو په يو پرګرام کې وويل چې ياده اندازه عوايد د جوزاونو، ښاري خدمتونو، د ښاروالي ملکيتونو څخه ترلاسه شوي دي.
هغه په ياد پروګرام کې وويل چې د روان کال د پیل راهیسې یې تر دامهاله د شاوخوا ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې د ښار بېلو برخو کې پیل کړي چې د ځینو یې چارې بشپړې او یوشمېر به په نږدې موده کې ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه دغهراز وويل چې د یادو راټول شویو عواید له جملې څخه یې ۵۲ میلیونه افغانۍ د وسایطو ترمیم، د دفتري لوازمو خریداري، تنظیف، سرسبزۍ او نورو برخو کې لګول شوي دي.
د پکتیا اوسېدونکي او ګردیز ښاریان هم د ښار په بېلابېلو برخو کې د پروژو پليکېدل اغېزمن بولي.
د ګردېز ښار اوسېدونکي رحيم وويل چې ښاروالي د ښار پراختيا لپاره بايد ډېره پاملرنه وکړي. هغه زیاته کړه چې د ګردېز ښار حلقوي سړک، د ماستر پلان تطبيق، او د ښار د کاناليزاسيون سيستم برابريدو لپاره بايد پاملرنه زياته شي.