د پکتيا د ټولګټو چارو رياست مسولان وايي، د مرکز ګردېز – ډنډ پټان ولسوالي ترمنځ لویه لاره نن سهار دوشنبه، غويي لسمه د غرښوویېدنې له امله تړل شوې.
د ټولګټو چارو رياست څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياده لویه لاره نن سهار د احمدخېلو ولسوالي په اړوند سیمه کي د غرښوویېدنې له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ويل شوي د ټولګټو ریاست کاري پرسونل د لارې پرانېستلو لپاره مشینیري او پرسونل ساحې ته لېږلي دي، څو ژر تر ژره لاره د ټرافيک پرمخ خلاصه کړي.
په ياده لاره مرکز ګردېز ته د شپږو ولسوالیو اوسېدونکي تګ-راتګ کوي او همداراز پاکستان ته هم پر ياده لاره سوداګریز توکي لېږد رالېږدول کېږي.
د هېواد په ډېری سیمو کې له تېرو نږدې درېوو اوونیو راهیسې اورښتونه روان دي چې ځینو سیمو کې د غرښوویېدنې پېښو ترڅنګ سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولې دي.