د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې هلمند کې د سترګو ناروغانو د درملنې بهیر بهیر پیل شوی چې سلګونه ناروغانو ته به وړیا خدمتونه وړاندې شي.
د دوی په وینا، د سترګو ناروغانو دغه درملنه د «قطر حلال احمر ټولنې» په مالي لګښت د هلمند سرې میاشتې ریاست په هلوځلو وړاندې کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د افغاني سرې میاشتې رییس فضلمحمد فضلي وویل: «موږ دلته د سترګو ناروغانو بېلابېلو ناروغیو درملنه کوو چې ۱۶۷۲ ناروغان به OPD ته معرفي سي، ۲۷۱ تنه ناروغانو به د سترګو عملیات وسي، ۵۴۲ تنو ناروغانو ته به د سترګو عینکي ورکول سي، ۱۶۷۲ تنو ته به د سترګو د ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکول سي.»
هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې د سترګو وړیا درملنې خدمتونه د دغه ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي او په وینا یې، د یاد بهیر د دوامداره ساتلو په لټه کې دي.
بلخوا دغه ولایت ته د ورغلو ډاکټران د ټولنې مشر محمدجسور ابراهیمخېل وايي، د هېواد د نورو ولایتونو په کچه دغه ولایت کې د سترګو ناروغانو شمېر ډېر دی.
هغه وویل: «موږ هلمند کې د شلو ورځو لپاره د سترګو ناروغانو درملنې په موخه راغلي یوو، څو د همدې ولایت هغه ناروغان چي مستحق وي، په وړیا ډول یې، درملنه وکړو.»
د سترګو یوه ناروغ حاجي موسی سلاموطندار ته وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله یې، د ناروغۍ توان نهدرلود او په وینا یې، خوښ دی چې په وړیا توګه ورته د درملنې زمینه برابره شوې.
نوموړي وویل: «موږ د افغانستان اسلامي امارت له مسوولانو څخه زیاته مننه کوو چې موږ ته یې د سترګو د درملنې زمینه برابره کړه.»
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې په وړیا توګه د سترګو ناروغانو ته خدمتونه وړاندې شوې دي.