سوېليکوریا کې د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره د واورې اورښت الوتنې ځنډولي او د څلور کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.
له ۱۹۰۷ کال راهیسې د سوېليکوریا پلازمېنه سېول کې دا د ریکارډ کچې واوره بلل کېږي چې له امله یې، شاوخوا ۱۴۰ پروازونه خڼډېدلې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سوېليکوریا یونهاپ خبري اژانس راپور ورکړی چې د سېول په بېلابېلو سیمو کې تر ۴۰ سانټي مټره واوره شوې او د نورو درنو اورښتونو خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د درنو اورښتونو له امله تر دې مهاله د څلور کسانو د وژلکېدو او ۱۳ نورو د ټپيکېدو خبر ورکړل شوی دی.
د سیېول نړیوال هوايي ډګر تر نورو ډېر اغېزمن شوی او معلومات ښيي چې د مسافرو الوتنه تر دوو ساعتونو ځنډيدلې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو پربنسټ، ۱۴سلنه الوتنې ځنډيدلي او ۱۵سلنه الوتنې هم لغوه شوې د ي. همداراز په ۷۶ مسیرونو کې د ۹۹ کښتیو تګ هم ځنډول شوی دی.
د سوېليکوریا ګاونډ شمالي کوریا کې هم د چهارشنبې او پنجشنبې ورځو پرمهال په بېلابېلو سیمو اورښتونه شوي چې د واورې د اورښت کچه لس سانټيمټره ښودل شوې.