هرات کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان د ۳۰ میلیونه افغانۍ او دوه کیلوګرامه سروزرو د غلا په تور نیول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومنداني اړوند د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر ولي شاه رحمت وايي چې دغه غلا نږدې شپږ میاشتې وړاندې په کهسان ولسوالي کې شوې وه.
د نوموړي په وینا، غلو پر خپل جرم اعتراف کړی چې د یوې مېرمنې په مرسته او لارښوونه یې، له یوه کور سره زر او ۳۰ میلیونه افغانۍ غلا کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ولي شاه رحمت دا نهدي ویلي چې دغه کسان یې، څه وخت او چېرته نیولي دي.
هغه ټينګار وکړ چې له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې او یو موټر هم ترلاسه شوی دی.
د هرات د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر ډاډ ورکوي چې دغه ولایت کې به د امنیت ټينګښت لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.