Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې د یوې پرې شوې ونې له امله شخړه کې څلور ورونه وژل شوي

5577d73c05299-1000x600

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په صوابۍ سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوې پرې شوې ونې پر سر د شخړې له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او له بل لوري یو کس ټپي دی.

پېښه پرون جمعه د اګسټ ۲۵مه د صوابۍ په «کوزه مانېرۍ» کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې چې وژل شوي څلور کسان ورونه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دواړو لوریو ترمنځ له کلونو راهیسې د ځمکې پر سر لانجه وه او پرون جمعه یې د یوې پرې شوې ونې پر سر پر یوه بل ډزې کړې دي.

رسنیو سیمه کې د پولیسو له قوله ویلي چې د یوې کورنۍ څلور ورونه وژل شوي او له بل لوري بیا یو کس ټپي دي.

پولیسو زیاته کړه چې د پېښې په تړاو یې دوه تورن کسان نیولي او د نورو تورنو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې وړاندې هم د پاکستان په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام