د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې یوشمېر بهرنیو پانګهوالو هېواد کې په بېلابېلو برخو کې دوه میلیارډ ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولانو نن چهارشنبه د زمري څلورمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې دا مهال بهرنیو پانګهوالو هېواد کې ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ډېری بهرني پانګوال افغانستان کې د کانونو استخراج او برښنا برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې پراختیا رییس صبغتالله اخندزاده وویل: «بهرني پانګوال راغلل او موږ ته یې وویل چې اماده یوو افغانستان کې دوه میلیارډ ډالرو پانګونه وکړو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز وویل چې تېر یوه کال کې یې د ۱۰۰۰ ښځینه سوداګرو په ګډون اووه زره سوداګرو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د ا.ا له واکمنېدو وروسته پنځوس نوې او له مخکې تړل شوې ۸۰ کارخونې هم د تېر یوه کال پر مهال بېرته فعالې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یاده ناسته کې د سلاموطندار خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې دا مهال دغه وزارت سره ۵زره فعالې کارخونې ثبت دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: «دغه ۵زره کارخونې چې موږ سره ثبت دي، شمېرې د خصوصي سکټور لهخوا اعلان شوي او موږ ته هم راکړل شوي، خو کره شمېره به یې تر راتلونکي یوه کاله ډیټابېس کې ثبت او اعلان شي.»
بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو په وینا، له کورنیو تولیداتو څخه د استفادې طرحه چې د یاد وزارت له لوري کابینې ته وړاندې شوې وه، تصویب شوې.