Asset 1SWN

سلام وطندار

د سوریې حکومت مخالفو وسله‌والو د «حما» ښار نیولی

Opposition forces of Bashar al-Assad 11

د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت مخالفو وسله‌والو د دغه هېواد له پوځ سره تر درې‌ورځنۍ جګړې وروسته د سوریې د حما ښار نیولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې حکومت مخالفو وسله‌والو پرون د دغه هېواد پوځ له حما ښار څخه اېستلی دی.

د راپور له مخې، د سوریې حکومت مخالفو وسله‌والو د یاد ښار له نیولو وروسته د دغه هېواد یوه بل لوی ښار حمص ته ورغلي دي.

خو د سوریې پوځ اعلان کړی چې د ملکیانو خوندیتوب او په ښار کې د جګړې مخنیوي په موخه یې له حما څخه شاتګ کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بشارالاسد حکومت مخالفو وسله‌والو تېره اوونۍ د دغه هېواد په شمال کې د حلب ښار هم نیولی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام