د پکتیا د ملي بس امریت مسوولان وايي چې د لومړي ځل لپاره د ګردېز-ځاځياریوب ولسوالي ترمنځ د مسافر وړونکي یوازیني ملي بس تګراتګ پیل شو.
د دوی په وینا، ځاځياریوب یوه ګڼ مېشته ولسوالي ده او اوسېدونکي یې ډېری وخت د شخصي موټرو د کرایې لوړوالي له کبله مرکز ګردېز ته تګراتګ نهشي کولی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی زیاته کړه چې د یاد مسافروړونکي ملي بس په فعالېدو سره به د یادې ولسوالي د اوسېدونکو د لوړې کرایې برخه کې شته ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.
دا مهال له مرکز ګردیز څخه د ځاځياریوب ولسوالي تر کوټکي سیمې د شخصي موټرو کرایه ۳۴۰ افغانۍ او د ملي بس کرایه بیا ۱۶۰ افغانۍ ټاکل شوې.
د پکتیا د ملي بس امر نصرتالله جواد وايي چې د لومړي ځل لپاره د ګردېز-ځاځياریوب ولسوالي ترمنځ د ملي بس خدمتونه خلکو ته د اسانتياو رامنځته کېدو لپاره پیل کړی دی.
هغه وايي چې دا مهال یې یادې لارې ته یوازې یو «ملي بس» ورکړی، خو اړتیا ته په کتو به یې شمېر ډېر کړي او تر څنګ يې، څو ورځې وړاندې یې زرمت ولسوالۍ ته هم د ملي بس خدمتونه پيل کړي.

بلخوا د ځاځياریوب ولسوالي اوسېدونکي هم دغه ولسوالي ته د یوازیني ملي بس تګراتګ ته خوښ دي.
د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افسر ځاځي سلاموطندار ته وویل چې د ملي بس خدمتونو پيل ته خوښ دی او د یادې ولسوالي اوسېدونکي د کمزوري اقتصاد له امله د لوړې کرايې د ورکولو توان نهلري.
د ځاځياريوب ولسوالي اوسېدونکي همداراز غوښتنه کوي چې د يادې ولسوالي د مرکز او احمدخېلو ولسوالي ترمنځ ۱۸ کيلومتره سړک دې هم ورته ورغوي.