Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې پر اته سوه بې‌وزله کورنیو خوراکي توکې وېشل شوي

ققققققققققققققققققققققققق

 د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري د دغه ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالي کې پر شاوخوا اته سوه بې‌وزله کورنیو خوراکي توکي وېشل شوې دي.

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو خوراکي توکو کې (۱۵۰) کیلو اوړه، ( ۱۳،۶۵ ) کیلو غوړي، ( ۱۸،۷۵ ) کیلو دال نخود، ( ۹ ) کیلو د ماشومانو د خوار ځواکۍ خواړه او (۴،۵) کیلو سوپر سریال شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي، د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست هڅه کوي چې ورته مرستې ددغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بې‌وزله او اړو کورنیو ووېشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د میدان‌وردګ اړې کورنۍ هم خوښې دي چې د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري پر بې‌وزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوي، خو ټینګار کوي چې یادې مرستې دې په دوامداره توګه په بې‌وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام