د لوګر د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت له شاوخوا ۴۰۰ بېېوزله او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.
د یاد ولایت د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست ویاند صبغتالله نائبخېل سلاموطندار ته وویل، دغه مرسته په څرخ ولسوالي کې پر بېوزله کورنیو وېشل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل:«هرې بېوزله کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کيلويي اوړه، یوه لس لېټره بوشکه غوړي، ۱۰کېلوګرامه دال، ۶ کېلوګرامه مالګه، ۳۰ فاکټه د ماشومانو ځانګړي فلمپي خواړه او ۳ فاکټه د ماشومانو سوپر سېریلاک خواړه وېشل شوي دي او په پام کې ده ورته مرستې په پاتې ولسوالیو کې هم په بې وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.»
د دغه ولایت بېوزله او اړې کورنۍ هم خوښې دې چې د خوړو نړیوال پروګرام ( (WPFله لوري پر بېوزله او اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
باید وویل شي چې تېره میاشت هم د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري په مرکز پل علم او بره کي برک ولسوالۍ کې په سلګونه بې وزله او اړو کورنیو ورته د خوراکي توکو مرستې وېشل شوي دي.