Asset 1SWN

پکتیا کې سېلابونو ۱۶۳۰ جریبه فصلونه له‌منځه وړي

IMG-20240807-WA0026

د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرې اوونۍ پرمهال د راوتلیو سېلابونو له امله ۱۶۳۰ جریبه کرنیز فصلونه له‌منځه تللي دي.

د دوی په وینا، سېلابونه په زرمت، روحاني بابا او احمدابا ولسواليو کې راوتلي دي. د پکتيا د کرنې رياست د ترويج عمومي مدير عزيزالله کريمي سلام‌وطندار ته وايي، راوتلیو سېلابونو سلګونه مېوه‌لرونکې او بې‌مېوې ونې له‌منځه وړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې پر یاده ځمکه بانجان، کچالو، لوبيا، هندواڼې او ځينې نور فصلونه کرل شوي وو د يادو سيمو يوشمېر بزګران هم وايي چې د سېلاب‌‌راوتلو او ږلۍ له امله يې ډېری فصلونه له‌منځه تللي دي.
د روحاني‌بابا ولسوالي یوه بزګر حبيب‌الله وويل چې سيمه کې يې د ږلۍ او سېلاب‌راوتو له امله د کچالو، لوبيا او بانجانو ټول رسېدلي فصلونه خراب شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه بزګران له کرنې ریاست او مرستندویه موسسو د همکاري غوښتنه کوي. پکتیا او نورو ولایتونو کې هم د اورښتونو له امله وخت ناوخت سېلابونه راوځي چې پرمهال کرنه زیانمنوي او خلکو ته مالي زیانونه وراړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام