Asset 1SWN

اندونیزیا کې سېلابونو ۱۹ کسان مړه کړي او ۷ لادرکه دي

568000_0

اندونیزیا کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمکې ښوویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي او اووه نور لادرکه دي.

الجزیرې خبري شبکې نن یکشنبه، مارچ لسمه د اندونیزیا د یادې سیمې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس ډوني یوسریزال له خولې ویلي، ژغورونکو ډلو په درېوو کلیو کې لس جسدونه پیدا کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د الجزیرې راپور کې د نوموړي له قوله ویل شوي: «د مړو او ورکو شویو لپاره د مرستې هڅې د برښنا د بندېدو له امله له خنډ سره مخ شوې، سړکونه په خټو پوښل شوي دي.»

د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي، شپږ مړي په پیسیسیر سیلاتان کې موندل شوي او درې جسدونه د پادنګ پرېمان په ګاونډ ولسوالي کې پیدا شوي چې تر دې دمه د مړو شمېر ۱۹ ته رسېږي.

د دې ادارې په وینا، لږ تر لږه دوه کلیوال ټپیان شوي او اووه نور تراوسه لادرکه دي چې تر ۸۰زرو زیات کسان لنډمهالي حکومتي پناه ځایونو ته وړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اندونیزیا کې د اورښتونو له امله د سېلابونو راوتل، عادي چاره ده چې د دغه هېواد میلیونونه وګړي له سېلابونو سره مخ، ځایونو کې ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام