هلمند کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د نږدې دوو میاشتو پرمهال د شویو اورښتونو او له امله یې د راوتلیو سېلابونو له امله ۲۸کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال شېرمحمد وحدت سلاموطندار ته وویل، دغه کسان د تېرو ۵۰ ورځو پرمهال مرکز لښکرګاه ښار او ۱۸ولسوالیو کې مړه او ټپیان شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، سېلابونو ۵۸۳۰ کورونه، ۳۵۷ هټۍ، ۲۴ مدرسې، ۱۰۷ جوماتونه، ۲۶۳ د کرنیزو ځمکو ویالې، پنځه روغتیايي مرکزونه، ۱۶۶ پلچکونه، ۶۹۳ کوچني بندونه او ۴۸۲خامه سړکونه لهمنځه وړي دي.
همداراز ۷۹۳ څاروي لهمنځه تللي او ۷۴زره او ۶۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې.
نوموړي وویل: «تېرو سېلابونو او اورښتونو د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په ګډون ۱۸ ولسوالیو کې سېلابونو، بادونو، اسماني ترنځو او ږلیو د مالي زيانونو ترڅنګ ۷۷کسانو ته مرګژوبله اړولې چې ۲۸ تنه شهیدان او ۴۹ تنه ژوبل سوي.»
بلخوا یوشمېر سېلابځپلي شکایت کوي چې له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې سېلابونو هرڅه ورڅخه اخیستي، خو وضعیت ته یې تراوسه رسېدنه نهده شوې.
د هلمند نوزاد ولسوالي کې «سوخته او درمیان» هغه دوه کلي دي چې سېلابونو پهکې خلکو ته سخت زیانونه اړولي دي.
د یادې سیمې یوه اوسېدونکي محمدلعل وویل: «د خلکو ځمکې يې وړي، مالونه يې وړي، شمسي هنداري یې ماتي کړي، کورونه يې نړولي، لاهم خلک پاکو اوبو ته سخته اړتیا لري.»
د هلمند ولایتي ادارې، مسوولانو او مرستندویه بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې زیانمنې کورنۍ تشخیص او ستونزو ته يې پر وخت رسیدنه وکړي.
د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض سلاموطندار ته وویل، تر دامهاله یادو کورنیو سره نږدې درې میلیونه نقدي او ترڅنګ یې شاوخوا ۳۵۰ کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته شوې.
نوموړي وویل: «دې وروستیو سېلابونو چې خلکو ته يې مالي او ځاني زیانونه واړول. د هلمند مقام ټولو ریاستونو او اړوند بنسټونو ته هدایت کړی چي زیانمنو خلکو برسي او پلټنه کړي او دقیق ارقام راټلول کړي، څو د خلکو شته ستونز ته پر وخت رسېدنه وشي. اوس هم برسي او سروې روانه ده او تراوسه ۲۸لکه افغانۍ د یادو خلکو سره نغدي مرسته شوې او د ۳۵۰ کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې.»
تېرو شاوخوا لسو ورځو کې بغلان، تخار، غور، فاریاب، بدخشان، سمنګان، هرات او غور ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي چې له کبله یې خلکو ته بېساري ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.